د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه
د ربیع الثاني پر ۲۱مه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي ریاست کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ د رئیسانو اداري ناسته ترسره شوه. ناسته کې د خپرونو، املاکو، نړیوالو اړیکو، پېښو، روغتیا او یو شمېر نورو ریاستونو اړوند موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول او د شته ستونزو د حل او د کارونو د لا پرمختګ په موخه ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص اړوندو ریاستونو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
