بلخ؛ ۴۲۵ زلزله ځپلو کورنیو ته ۴ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
پنجشنبه، ۲۷ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په کشنده او مارمل ولسوالیو کې ۴۲۵ زلزله ځپلو کورنیو ته ۴ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته د چین سره صلیب، اتصالات مخابراتي شرکت او یوه خیرپال سوداګر له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاده نغدي مرسته د زلزله ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د اړتیا وړ مرستې ورسوي او د پېښو له امله رامنځته شوې ستونزې یې راکمې کړي.
