بدخشان کې نن ۲۸۳ نورو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۲:۱
بدخشان کې نن ۲۸۳ نورو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د پرون په تعقیب د افغاني سرې میاشتې له لوري نن ۲۸۳ نورو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې ۸ قلمه مواد شامل دي، چې په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۱۴ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو بوره، ۴ کیلو مالګه، ۲ کیلو چای، دوه قطعۍ BP۵ بسکوټ او ۲۰ لیتره غوړي شتون لري.

پرون هم په یاده ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۱۷ اړمنو کورنیو ته یاده مرسته ویشل شوې وه. ټاکل شوې له وردوج ولسوالۍ وروسته به د یمګان ولسوالۍ ۵۰۰ جنګ ځپلو، وچکالۍ ځپلو او بې ځایه شویو اړمنو کورنیو ته هم یاده مرسته د افغاني سرې میاشتې له لوري وویشل شي.

 

بدخشان کې نن ۲۸۳ نورو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!

 

بدخشان کې نن ۲۸۳ نورو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS