افغاني سرې میاشتې په بادغیس ولایت کې پر زلزله ځپلو کورنیو مرستې ویشل پیل کړل

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۴ - ۹:۴۹
فاميل هاي متضرر ناشي از زمين لزره در ولايت بادغيس از مساعدت هاي بشردوستانه جمعيت هلال احمر افغاني مستفيد گرديدند!

افغاني سرې میاشتې نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۳مه د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په غول چرخ کلي کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته پیل کړه.

ټاکل شوې افغاني سره میاشت به د بادغیس ولایت له شاوخوا سلګونو زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړې، چې پیل یې نن په یاد کلي کې ۱۸۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ده.

یادو ۱۸۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري په شوې مرسته کې یوه خیمه، یو ترپال، د پخلنځي ګڼ لوښي او د اوبو زخیره کولو لپاره بوشکې شاملې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

تخار کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ۱۶ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

یا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه

شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري. . .

BACK TO NEWS