آلمان هېواد ته د درملنې په موخه د ۹۰ تنه ناروغو ماشومانو لېږد او ۱۹ تنو رالېږد ترسره شو!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۱۱:۷
تعداد 90 تن اطفال غرض معالجه اعزام و19 تن بعد از صحت یابی به کشور برگشتند!

نن پنجشنبه د روان کال د وری (حمل)  میاشتې پر ۴ مه نېټه ۱۹ تنه سخت سوځېدلي او ماتو هډوکو ناروغ ماشومان، چې په ۸۵ ګروپ کې د آلمان د سولې کلي ته استول شوی ول،  له درملنې وروسته هېواد ته راستانه او ۹۰ تنه سخت سوځېدلي او ماتوهډوکو ناروغ ماشومان د آلمان د سولې کلي ډاکټرانو له لوري له معاینې وروسته انتخاب او په ۸۶ ګروپ کې  آلمان هېواد ته د درملنې په موخه د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې واستول شول.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو اړیکو رییس ښاغلي غلام حبیب حسام په یاده غونډه ګې وویل، افغاني سره میاشت تل هڅه کوي ترڅو له بېلابېلو لارو د بېوزله او اړمنو کورنیو د ناروغانو لاسنیوی وکړي، په همدې موخه یې د آلمان د سولې کلي له موسسې سره تړون کړی، چې تر دې دمه یې له دې لارې څه باندې ۴۵۰۰ ماشومانو درملنه کړې او دا لړۍ به همداسې دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې دالمان د سولې کلي موسسه د آلمان هېواد ابرهوزن په ښارکې موقعیت لري او ۱۳۶۸ کال، چې ۱۹۹۰زیږدیزکال سره سمون خوري له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د همکارۍ او مرستو دوه اړخیزه هوکړه لري، چې تر دې دمه یې څه د پاسه ۴۵۰۰ تنو ماشومانو درملنه کړې او دالړۍ به همداسې روانه وي.

 

تعداد 90 تن اطفال غرض معالجه اعزام و19 تن بعد از صحت یابی به کشور برگشتند!

 

تعداد 90 تن اطفال غرض معالجه اعزام و19 تن بعد از صحت یابی به کشور برگشتند!

 

تعداد 90 تن اطفال غرض معالجه اعزام و19 تن بعد از صحت یابی به کشور برگشتند!

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۷:۵۲
Background image

هرات؛ ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په ترڅ کې ۱ میلیون او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

BACK TO NEWS