د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې په پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۵:۳۰
 د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې په پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د یکشنبې په ورځ په پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ او د یاد ریاست له کارکوونکو، رضاکارانو او د کلوپ له زده کوونکو سره یې لیدنه ترسره کړه. ‏نوموړي له لیدنې وروسته ټولو ته عمومي وینا وکړه او ویې ویل دی خوښ دی، چې تل چېرته هم طبیعي پېښه رامنځ ته شوې، نو له هر چا لومړی د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ځان ور رسولی. نوموړي تاکید وکړ، چې باید دوی د افغاني سرې میاشتې له لوري کیدونکې مرستې په پوره شفاف ډول تر اړمنو ورسوي. ‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په خپله وینا کې وویل دی ژمن دی، چې د هېواد په کچه به د اړمنو وګړو د لاسنیوي لپاره پرلپسې هڅې کوي او چېرته چې هم طبیعي او غیر طبیعي پېښه وشي، نو دی به هڅه کوي، چې ډېر زر د زیانمنو لاسنیوی وکړي.‏ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص وویل دده د دفتر دروازې د ټولو وګړو پر مخ پرانیستې دي او هر څوک هر وخت کولی شي خپل غږ تر دوی ورسوي. د نوموړي پر وینا دی د ولس خدمت او لاسنیوی خپل ایماني او هېوادنی مسوولیت بولي.

 

 د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې په پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

BACK TO NEWS