کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۸ - ۱۱:۴۸
توزيع مواد غذايي براي ۳۰۰ خانواده نواحي مختلف شهر  كابل

نن یکشنبه  د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۸مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د بېلابېلو ناحیو ۳۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته د کابل ولایت د سرې میاشتې نمایندګۍ په انگړ  کې د خوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې د سرپرست مرستيال ښاغلی ملا نور الدين "ترابي" د مرکزي زون رییس ښاغلی مولوی حیات الله"صافی" د کابل څانګې رییس مولوي عبد الله حماد ، د ملک سلمان خیریه بنست استازی قاری نور زمان شرافت، د کابل سرې مياشتې یو شمېرکارکونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۴۰کیلو اوړه ، ۵ کیلو وريجې،  ۴ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو دال نخود،، ۵ لېټره غوړي او ۲ کیلو بوره شامله وه وویشل شول.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابی د مرستو د وېش پر مهال د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ  له لوري د شوې مرستې مننه وکړه او د یاد هېواد له استازو څخه یې و غوښتل، چې دا مرستې لا زیاتې او ګړندۍ کړي تر څو وکولای شو پدې سختو شرایطو کې د بېوزله هېواد والو لاسنیوی وکړو.

ورپسې د ملک سلمان خیریه بنسټ استازی قاری نور زمان شرافت   په خپلو خبرو کې مرسته خپله وجیبه وګڼله او وویل، چی مونږ هڅه کوو ،ترڅو خپلی مرستې لا زیاتې او د بېوزله هیوادوالو لاسنیوي په موخه به دا لړۍ همداسې دوامداره ساتو .

توزيع مواد غذايي براي ۳۰۰ خانواده نواحي مختلف شهر  كابل

 

توزيع مواد غذايي براي ۳۰۰ خانواده نواحي مختلف شهر  كابل

 

توزيع مواد غذايي براي ۳۰۰ خانواده نواحي مختلف شهر  كابل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS