کابل کې نن د افغاني سرې میاشتې له لوري ۹۶ نورو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!
نن د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر لومړۍ نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري ۹۶ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې د کابل په ولایتي ریاست کې د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یاده چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، نیمه کیلو چای، ۸۰۰ ګرامه رُوب، ۵ لیتره غوړي او نیمه کیلو بسکوټ وویشل شول.

