رضاکارانو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې هېواد والو ته د کورونا وایروس د پوهاوي په اړه ۲۱۰ رضاکارانو ته په کابل ولایت کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ شپږ ورځنی ورکشاپ چمتو کړی وو او د تصدیق پاڼو د وېش لپاره یې غونډه رابللې وه. په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرستې ښاغلې یوحنا، د مرکزي دفتر رییسانو او رضاکارانو ګډون درلود. په پیل کې مولوی صاحب مطیع الحق خالص د رضاکارانو د کړنو او فعالیت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او بیایې رضاکازانو ته چمتو شوې تصدیق پاڼې ووېشلې.


