د ترکیې او افغاني سرو میاشتو رییسانو ګډه ناسته ترسره کړه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۷ - ۹:۵۷
د ترکیې او افغاني سرو میاشتو رییسانو ګډه ناسته ترسره کړه

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۱۶مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او د ترکیې د سرې میاشتې رییس او د نړیوال فدراسیون مرستیال ډاکتر کریم کِنیک د افغاني سرې میاشتې په مرکزي ریاست کې ناسته ترسره کړه.

په ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې ترکیه او افغانستان تاریخي اړیکې او ګڼ مُشترکات لري او دوی خوښ دي، چې د ترکیې له سرې میاشتې سره په افغانستان کې ګډ کار کوي. نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت د نړۍ لپاره هغه یوازینۍ لاره ده، چې په ډاډه زړه له دې لارې اړمنو وګړو ته مرستې رسولی شي. نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي خپل عملیات پراخ او چټک کړي.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې افغانان غیور ولس دی؛ چاته لاس نه غځوي، خو روانو اقتصادي بندیزونو د افغانانو لاس تړلی او د دوی د ژوند ټولې چارې یې اغېزمنې کړي.

نوموړي د ترکیې د سرې میاشتې د مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې روانې بشري مرستې افغانان ژوندي ساتلی شي، خو په پښو یې نشي درولی. د نوموړي پر وینا باید داسې تګلارې او پروژې رامنځ ته کړو، چې دا ولس په پښو ودروي؛ که په دې برخه کې د ترکیې سره میاشت له افغاني سرې میاشتې سره لاس یو کړي، نو څرګندې رغندې پایلې به ولري. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې دوی د ترکیې له ولس توقع لري، چې د افغانانو په روان حالت به دردمن وي او افغانانو ته به له پخوا څو برابره د مرستې ډېر لاس ورکړي.

په ناسته کې د ترکیې د سرې میاشتې رییس او د نړیوال فدراسیون مرستیال ښاغلي کریم کِنیک وویل، چې د تېر کال د اګست له ۱۵مې نېټې وروسته افغانان له هرکله بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري؛ د ترکیې ولس د افغانانو درد په خپل تن کې محسوسوي او د لاسنیوي لپاره یې لاس په کار شوی. نوموړي وویل، چې دا مهال افغانستان خوراکي مرستو، د ماشوم او مور د روغتیا ساتنې، پاکو اوبو او زده کړو ته ستره اړتیا لري؛ دېته په کتو په افغانستان کې مونږ غواړو د نړیوال فدراسیون سرچینې ډېرې کړو ترڅو د افغانانو لازم لاسنیوی شوی وي.

نوموړي وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې ترکیې له دوه اعشاریه یو میلیون وګړو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې او دا لړۍ به تر پخوا چټکه کړي؛ په همدې موخه د ترکیې سرې میاشتې په ټوله ترکیه کې د څو نورو خیریه ټولنو په ملتیا د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو کمپاین پیل کړی، چې په ترڅ کې یې ګڼې مرستې راټولې شوي، چې یوه برخه به یې روانه اونۍ هرات ته په ریل ګاډي کې راورسېږي او پاتې نورې به یې د میاشتې په اوږدو کې راورسېږي. د ښاغلي کِنیک پر وینا افغانستان ته د ترکیې د سرې میاشتې را روانې مرستې له ۷۰۰ ټنو ډېرې دي. نوموړي وویل چې دا مهال افغانستان دوه ملیارد ډالرو ته شدیده اړتیا لري، چې د افغانانو ژوند عادي حالت ته وګرځي.

د ترکیې او افغاني سرو میاشتو رییسانو ګډه ناسته ترسره کړه

 

د ترکیې او افغاني سرو میاشتو رییسانو ګډه ناسته ترسره کړه

 

د ترکیې او افغاني سرو میاشتو رییسانو ګډه ناسته ترسره کړه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS