هلمند کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو ویش ۱۵۰۰ کورنیو ته ورسېد!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۰
هلمند کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو ویش ۱۵۰۰ کورنیو ته ورسېد!

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۴مه یو ځل بیا د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۵۰۰ نورو اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په دې سره په هلمند ولایت کې د روانو مرستو ویش ۱۵۰۰ کورنیو ته ورسېد.

یاده اته قلمه مرسته چې د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې؛ په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه، یو نظافتي کیټ او یو پاکټ BP۵ بیسکوټ شامل دي.

ټاکل شوې چې د افغاني سرې میاشتې له لوري به په څو ورځو کې دننه په هلمند ولایت کې ټولټال ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته یاده مرسته وویشل شي، چې په کې به ۱۵۰۰ کورنیو ته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې او پاتې ۱۵۰۰ مرستې به د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې وویشل کېږي.

 

هلمند کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو ویش ۱۵۰۰ کورنیو ته ورسېد!

 

هلمند کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو ویش ۱۵۰۰ کورنیو ته ورسېد!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS