د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص پاکستان کې د رابطة العالم الاسلامي له مشر سره لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۱۷:۲۳
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص پاکستان کې د رابطة العالم الاسلامي له مشر سره لیدنه وکړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۳مه نېټه، چې له ۱۴۴۳/۵/۹ سپوږمیزې نېټې سره سمون خوري؛ پاکستان هېواد ته د خپل روان سفر په ترڅ کې په پاکستان کې د رابطة العالم الاسلامي او هیئة الاغاثة الاسلامي له مشر استاد سعد الحارثي سره لیدنه ترسره کړه.

په یاده لیدنه کې له افغانستان سره د رابطة العالم الاسلامي او هیئة الاغاثة الاسلامي له لوري د مرستو پر کولو خبرې او بحث وشو. په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس له استاد سعد الحارثي څخه غوښتنه وکړه، چې رابطة العالم الاسلامي او هیئة الاغاثة الاسلامي دې له افغانستان سره مرسته وکړي او یادې مرستې دې د افغاني سرې میاشتې له لوري بېوزله او اړمنو افغانانو ته ورسول شي.

پاکستان کې د رابطة العالم الاسلامي مشر استاد سعد الحارثي ژمنه وکړه، چې دوی به په نېږدې راتلونکي کې افغانستان ته خپلې مرستې پیل کړي او پیل به یې هم د ملک سلمان د خیریه مرستو له رالېږلو وکړي، چې ډېر زر به یې لومړنۍ مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شي او افغانانو ته به وویشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS