کندهار کې د سرې میاشتې له لوري له ۵۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۹:۷
کندهار کې د سرې میاشتې له لوري له ۵۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه!

پرون د یکشنبې په ورځ په ۱۴۰۰/۹/۲۱ نېټه په کندهار ولایت کې د ښار په نهمه ناحیه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ وچکالۍ ځپلو، جنګ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. ټاکل شوې ده، چې په روانو اته ورځو کې به په کندهار ولایت کې ۴۰۰۰ اړمنو کورنیو ته هره ورځ د ۵۰۰ خوراکي توکو بستې ویشل کېږي.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې او ټاکل شوې، چې له مهالوېش سره سم به په هلمند ولایت کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو او همدا رنګه په ارزګان کې به هم ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS