د هلمند ولایت له سرې میاشتې څانګې څخه د سرې میاشتې د مرستیال لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۸/۲۱ - ۹:۱۲
د هلمند ولایت له سرې میاشتې څانګې څخه د سرې میاشتې د مرستیال لیدنه وکړه!

د افغاني سرې میاشتي ټولني مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي او ورسره مل پلاوي د هلمند ولایت د سرې میاشتې د اداري چارو د تنظیم او ستونزو د حل په اړه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال دلړم میاشتې پر ۱۶ مه نېټه چې د ۱۴۴۳ قمري کال د ربیع الثاني له لومړۍ نېټې سره سمون لري د هلمند سرې میاشتي ټولنې نمایندګۍ ريیس او اړوندو څانګو مسولینو په ګډون غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه.
دغونډې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي خپله ارزښتناکه وینا وړاندې کړه او ویې ویل چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې هغه املاکات چې د زور واکانو له خوا په جبر او زور نیول شوي او یایې په کم لګښت سره په کرایه نیولي او ملي تولنې ته يې ستونزې جوړې کړي دي،  موږ به نوموړو ستونزو  ته ژر تر ژره د حل لارې پیدا کړو او پرې د خپل واک تر راوستلو وروسته به یې په مناسبه بیه په کرایه ورکړو ترڅو وکولای شو د ملي ټولنې زېرمې پیاوړې او د هېواد والو ښه لاسنیوی وکړو.
نوموړي وویل چې د اداري چارو په تنظیم کې به د سروې لپاره د کارکونکو ترڅنګ رضاکاران هم ټاکو ترڅو خپلې مرستې هغو مستحقو کسانو ته چې غريب  وي‌ ورسوو.
محترم ترابي صاحب د مرستو د جذب په اړه وویل چې دمګړۍ د یو شمېر هېوادونو او مماثلو ملي ټولنو له لوري افغاني سرې میاشتې تولنې سره یوه اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوي او لاهم جریان لري، د احتیاط په خاطرهغه کورنۍ چې د سیلابونو او نورو ستونزو له کبله بې ځایه شي د هغوی د حفاظت او لاسنیوي په موخه غیرخوراکې توکي موجود دي او د اړتیا په وخت کې به يې لاسنیوی کوو.
محترم ترابي صاحب د غونډي په پای کې د مدیرانو او مسلکي مامورینو مشکلات واوریدل او د حل لپاره یې لارښوونې هم وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS