د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ځانګړې اونۍ څخه لمانځنه وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۸ - ۱۳:۲۷
از هفته مخصوص جمعیت هلال احمر افغانی تجلیل به عمل آمد!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له کلتوري ځانګړې اونۍ څخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرتابه پلاوي، د ا.ا.ا د کابینې د غړو، دوست هیوادونو د سفیرانو، د سره صلیب د نړیوالې کمیټې او ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د استازو، د سرې میاشتې د کارکوونکو، رضاکارانو او غړو په ګډون سره د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې پر ۲۵ نیټه، په ټول هیواد کې د افغانستان د اسلامي امارت د حمایوي پیغام په لوستلو سره لمانځنه وشوه.

غونډه د قرانکریم په مبارکو آیتونو سره پیل، لومړی د افغانستان د اسلامي امارت حمایوي پیغام قرائت شو، ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پر تاریخچه او اعانې پر راټولولو بشپړ مالومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: ځانګړې اونۍ د اړمنو سره د مرستې او د لاسنیوي غوره فرصت دی، له ټولو وګړو څخه هیله کوم؛ ترڅو پدې برخه کې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي. ده و ویل: ( خوښ یم چې یوځل بیا د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په درشل کې یو، دا اونۍ له ۱۳۳۱ لمریز کال راپدیخوا د ملي ټولنې د مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه د تلې له ۲۴ تر ۳۰ نېتې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې په شانداره مراسمو سره لمانځل کیږي.)

د غونډې په ترڅ کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د کوپریشن رئیسې آغلې رابرتا، په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون رئیس ښاغلي نسیفوړ، د افغانستان د اسلامي امارت د قبایلو او سرحداتو سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي نورالله نوري، د کډوالو او مهاجرینو وزارت مرستیال ښاغلي ارسلان خان، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په اړه مفصلې خبرې وکړې. غونډه د ښاغلي مولوي انورالحق مجاهد له لوري د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS