په لوګر کې له «٤٠٠» کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۵ - ۱۱:۴
مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای 400 خانواده در لوگر!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لوګر څانګې له لورې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي پر ٢٠ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي، په اجرایوي چارو کې د عمومي ریاست مرستیال(سکرترجنرال) ښاغلي ډاکتر محمدنبي برهان او ورسره پلاوي په حضور کې د یاد ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ٢٠٠ سیلاب ځپلیو او اړمنو کورنیو ته د کویټ سرې میاشتې په مالي مرسته اووه قلمه خوراکي توکي: «وریژې، غوړي، لوبیا، چای، بسکویټ، مالګه او بوره » توزیع شول. دا په داسې حال کې ده چې یاد خوراکي توکې په ازرې ولسوالۍ کې هم ٢٠٠ اړمنو او سیلاب ځپلیو کورنیو ته ویشل کیږي.

همدارنګه د ملي ټولنې سرپرست ریس په لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په ٣٦٠٠ متر مربع ځمکه د کاري شریکانو په مرسته د نوي جوړ شوي کلینیک څخه هم لیدنه وکړه.

ښاغلي قریشي د یاد روغتون په لیدو خوښي و ښوده او د سیمې له خلکو سره یې ژمنه وکړه چې ډېر ژر به روغتون افتتاح کړي؛ ترڅو په وړیا توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

لوګر ولایت ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې له عمومي رئیس مولوي سید صفت الله قریشي سره په سفر کې د سکرترجنرال ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان او سکرترجنرال د مرستیال ښاغلي نوروز علي علیزاده سربېره، د پیښو ادارې، لوژیستیک او تدارکاتو، روغتیایي خدمتونو، بشري سرچینو، حقوقي چارو او د مقام د دفتر رئیسانو هم ملګري کوله.

په پای کې ښاغلي قریشي د سرې میاشتې د لوګر څانګې څخه هم لیدنه وکړه او د یادې څانګې له لړنو او لاسته راوړنو څخه یې خوښي وښوده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS