کابل؛ د متوسطې خوار ځواکۍ د څلور میاشتني پروګرام د پلي کېدو په موخه له ۱۱ مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۴
K

سه‌شنبه، ۲ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په استازیتوب د دې ادارې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د ۱۱ مؤسسو د استازو ترمنځ د متوسطې خوار ځواکۍ د څلور میاشتني پروګرام د پلي کېدو په موخه د همکاریو هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول.

ددې هوکړه‌ لیکونو له مخې به یادې مؤسسې د هېواد په ۱۱ ولایتونو؛ کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، بامیان، دایکندي، کاپیسا او پنجشېر کې د افغاني سرې میاشتې اړوند په ۳۲ بنسټیزو او فرعي روغتیايي مرکزونو کې د متوسطې خوار ځواکۍ د څلور میاشتني پروګرام په پلي کېدو کې همکاري وکړي.

 ددې پروګرام د پلي کېدو برخه کې (MOVE, HNTPO, CAF, SAF, OCED , OPHCD, AKHS, AADA, ATOA, YAAR, BARAN) موسسې شاملې دي.

د هوکړه‌ لیکونو د لاسلیک پر مهال د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال وویل، د دې ادارې اساسي موخه د بشري خدمتونو په چوکاټ کې له بېوزلو، اړمنو او زیانمنو کورنیو سره مرسته او د هغوی اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه ده.

نوموړي د دغو هوکړه‌ لیکونو لاسلیک د اړمنو کورنیو د درد او کړاو د راکمولو په برخه کې مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د یادو همکاریو له لارې به له ستونزو سره د مخ کورنیو اړتیاوو ته په اغېزمن ډول ځواب وویل شي.

دا پروګرام به د یادو ولایتونو په ۳۲ بنسټیزو او فرعي روغتیايي مرکزونو کې د افغاني سرې میاشتې له لارې پلي شي او د خوار ځواکۍ له ستونزې سره مخ ماشومانو او اړمنو کورنیو ته به اړین خدمتونه وړاندې کړي.

افغاني سره میاشت تل هڅه کوي، څو د خوار ځواکۍ له ستونزې سره مخ ماشومانو او اړمنو کورنیو ته د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو د رسېدو زمینه پراخه او د دې ستونزې له امله رامنځته کېدونکي زیانونه راکم کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۰
Background image

کابل؛ د احتمالي غر ښویېدنې له ګواښ سره مخ کورنۍ وارزول شوې

یکشنبه، ۲۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د جیولوجۍ په برخه کې د ۳۰ روزل شویو رضاکارانو یوه ډله، د کابل ښار اړوند د اوومې ناحيې د چهلستون غره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۷:۵۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

يکشنبه، ۲۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۷۸۶ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

BACK TO NEWS