په کاپیسا ولایت کې له واش پروژې څخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رئیس لیدنه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۸ - ۱۱:۳۱
بازدید رئیس عمومی جمعیت هلال احمر افغانی از پروژه واش در ولایت کاپیسا!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سیدصفت الله قریشي او ورسره پلاوي؛ د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال فدراسیون د آسیاپسیفیک رئیس ښاغلی الکساندر میتیو، په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د رئیس ښاغلي نسیفوړ، د کاپیسا ښاغلي والي مولوي محمدالله ادریس، مرستیال والي ښاغلي شیخ اسدالله سنان او ملي ټولنې د مرکزي دفتر یوشمېر ریسانو، د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ په مولوي فیض محمد شهید لیسه کې د واش «د تشنابونو جوړول او څښاک د پاکو اوبو برابرول» له پروژې څخه لیدنه وکړه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس په دې سفر کې د کاپیسا له والي ښاغلي مولوي محمدالله ادریس او مرستیال والي ښاغلي مولوي اسدالله سنان سره هم وکتل، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ په بنسټیزو اصولو په ځانګړې توګه، بې طرفۍ، ناپیلتوب او خپلواکۍ خبرې اترې وشوې او د کاپیسا والي د خیرپاله ملي ټولنې له ټولو بشرپاله کرنو څخه د یاد بنسټ د اصولو سره سم د ملاتړ او مرستو ژمنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي مولوي سیدصفت الله قریشي، ورسره پلاوي، د کاپیسا والي، او مرستیال والي د سرې میاشتې له کاپیسا څانګې څخه هم لیدنه وکړه.

د سرې میاشتې د کاپیسا څانګې رئیس ښاغلي محمد اکرم کوهستاني د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس او میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د واش « د تشنابونو جوړول او څښاک د پاکو اوبو برابرول» پروژې په اړه مالومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ په واسع خیل او شیرخانخیل، د حصه دوم ولسوالۍ په مولوي فیض محمد شهید او یاد ولایت د مرکز اړوند قاري میر عثمان په لیسو کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ، د پوهنې محترم وزارت او کاپیسا د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت سره ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې دي.

له دې پروژو څخه موخه، د ټولنې په کچه د اسهالي ناروغیو سره د مبارزې په پار د څښاک پاکو اوبو او صحي تشنابونو ته لاسرسی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS