په کابل ولایت کې ” ۱۱۲۹ “ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د مرستو ویش!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۸:۵۲
آغاز روند توزیع مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای 1129 خانواده در کابل!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کابل څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر پنځه لسمه نیټه د کابل په بیلابیلو سیمو کې «۱۱۲۹» سیلاب ځپلیو، معلولو، یتیمو او بیځایه شویو کورنیو ته د اوه قلمه خوراکي توکو(وریژو، غوړیو، لوبیا، مالګې، بورې، جایو او بسکویټو) د ویش لړۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وه مومي.
د یادونې وړ ده چې د ویش پر لومړۍ ورځ په موسهي او چهار آسیاب ولسوالیو، د پنځمې حوزې په آب رسانۍ او د څوارلسمې حوزې په قلعه حیدرخان سیمو کې «٤٠٠ » یادو کورنیو او پر دوهمه ورځ هم د کابل ښار په یوشمیر نورو سیمو لکه: اتفاق ښارګوټي، ده سبز او شپږمه حوزه کې له «۴۶۰ » کورنیو سره د ذکرشویو خوراکي توکو مرسته وشوه، چې پاتې هغوی ته به سبا دوشنبه د یادو توکو په ویش سره دالړۍ بشپړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS