په هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۱۳:۱۲

د چهار شنبه په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې د میاشتې پر ۲۷ نېټه د ترکې هېواد د سرې میاشتې له لوري شوې مرسته د هرات ولایت په یوولسمه ناحیه کې دافغاني سرې میاشتې ټولنې د نمایندګۍ له لوري ۳۰۰ اړمنو، کورني بېځایه شوو او وچکالۍ ځپلو، کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، چې ۲۵ کيلو اوړه او یوه بسته، چې په کې وریژې، غوړي، مکروني، رب، نخود، لوبیا، بوره، بیسکېټ، ژمني توکي او کمپلې شاملې وې ووېشل شوه.

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS