په ننګرهار ولایت کې له ٨٠٠ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د ننګرهار څانګې له لوري، د روان ١٣٩٩ لمریز کال د لړم پر ١٧ او ١٨ نېټه په یاد ولایت کې له ٨٠٠ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره د اووه قلمه خوراکي توکو:(وریژو، غوړیو، لوبیا، بورې، مالګې، چایو او بسکویټو) مرسته وشوه.
