په دایکندي ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د بیت السلام موسسې په مرسته ۱۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي موادو وېش پیل شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۸:۵۳
روند توزیع ۱۵۰۰ مواد غذایی از سوی جمعیت هلال‌احمر افغانی با همکاری موسسه بیت السلام در ولایت دایکندی!

پرون د یکشنبې په ورځ په ۱۴۰۰/۹/۲۱ نېټه په دایکندي ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې له لوري ۱۵۰۰ وچکالۍ، جنګ او نورو طبیعي افتونو ځپلو کورنیو ته د اوړو، وریژو او غوړیو د وېش لړۍ پیل شوه. یاد مواد د ملي راډیو تلویزیون، د سرې میاشتې د مرکزي دفتر د غړو او د دایکندي ولایت د سرې میاشتې د ریاست د کارکوونکو په شتون کې، چې د یاد ولایت د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د ولایت د مرکز په کچه سروې او ثبت شوي وو؛ رسماً پیل شوه.

ټاکل شوې د یادو خوراکي موادو وېش به په ۳ ورځو کې ترسره شي او هره ورځ به ۵۰۰ کورنیو ته ورکول کېږي، چې ټولټال ۱۵۰۰ کورنۍ کېږي.

په یادو موادو کې ټولټال ۳۰۰۰۰ کیلو اوړه، ۱۵۰۰۰ کیلو وریژې او ۹۰۰۰ لیتره غوړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS