په بغلان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ کورنیو ته د مرستو لړۍ پیل شوه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۹/۱۹ - ۲۱:۸
آغاز روند مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت بغلان!

د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۱۹مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د بېخ کلي ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه .

په یادو مرستو کی ۸ قلمه خوراکي توکي: ( ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو مالګه او یو ډبی بیسکویټ) شامل دي چې د سره صلیب او سرو مېاشتو نړېوال فدرېشن په مرسته چمتو شوي او نن ټولټال ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته په دهنه غوري ولسوالۍ کې توزیع شول او پاتې ۴۰۰ کورنیو ته به په راتلونکو دوه ورځو کې توزیع شي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو شلو کلو را پدېخوا د لومړي ځل لپاره یاد کلي ته مرسته توزیع شوه.

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې په یاده سیمه کې ۶۰۰ کورنیو ته د خوراکي بستو له وېش وروسته د افغاني سرې میاشتې له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي بستې ویشل کېږی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS