پنجشېر ته د بشري مرستو د لېږد په موخه سرې میاشتې، کډوالو وزارت او د حوادثو ضد ادارې دویمه ګډه ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۹/۶ - ۹:۹
نشست دومی سه جانبه در مورد مساعدت های بشری به ولایت پنجشیر دایر گردید!

نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۴مه د سرې میاشتې په مرکزي ریاست کې پنجشېر ولایت ته د بشري مرستو د لېږد په موخه د سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص، د سرې میاشتې د سرپرست مرستیال الحاج نورالدین ترابي، د کډوالو د وزارت د لومړي مرستیال حاجي ارسلا خان خروټي او د حوادثو ضد ادارې د پلان او پالیسۍ د رییس محمد صدیق حسني تر منځ ګډه درې اړخیزه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې پنجشېر ولایت ته د مرستو د وېش پر شفافیت او پر زر اقدام خبرې وشوې. یوه اونۍ وړاندې د لیندۍ پر ۲۷مه نېټه هم پر یاده موضوع له درې واړو لوریو ګډه ناسته ترسره شوې وه. په تازه ناسته کې د سرې میاشتې سکرتر جنرال ډاکتر محمد نبي برهان، د حوادثو رییس او پنجشېر ولایت کې د سرې میاشتې رییس هم ګډون درلود.

۱۱ ورځې وړاندې د وزیرانو د شورا له پرېکړې سره سم افغاني سرې میاشتې ټولنې، کډوالو وزارت او حوادثو ضد ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې په پنجشېر ولایت کې اړمنو کورنیو ته په همغږۍ مرستې ورسوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS