هرات کې د افغاني سرې میاشتې رضاکارانو ته مرسته وویشل شوه
نن د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۳مه نېټه په هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې رضاکارانو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. په یاده مرسته کې هر رضاکار ته ۲۵ کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، ۳ پاکټه مکروني او یوه کیلو د رومیانو روب شامل دي.


