نورستان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو د وېش لړۍ ۵۲۶ کورنیو ته ورسېده!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۸ - ۲۱:۱۵
مساعدت های جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت نورستان به ۵۲۶ خانواده رسید!

نن د روان کال ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۸مه نېټه د نورستان په مرکز پارون کې د تېرو ورځو په تعقیب یو ځل بیا د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۲۸ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. په مرسته شویو اړمنو کورنیو کې د نورستان د ګڼو ولسوالیو اوسېدونکي شتون لري، چې ډېری یې داخلي بې کوره شوي کډوال دي.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري شوې ده؛ په کې ۲۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې او ۶ لیتره غوړي شامل دي.

په نورستان ولایت کې په تېرو دوه ورځو کې هم ۲۹۸ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو یاده مرسته د افغاني سرې میاشتې له لوري ویشل شوې وه.

مساعدت های جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت نورستان به ۵۲۶ خانواده رسید!

 

مساعدت های جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت نورستان به ۵۲۶ خانواده رسید!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS