نن یو ځل بیا زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۱ - ۲۲:۱۹
جمعیت هلال احمر افغاني امروز يكبار ديگر در زابل براي ١٠٠ خانواده نيازمند مساعدت نمود!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۱مه زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې په ریاست کې د افغاني سرې میاشتې او د قطر او کویت د سرو میاشتو له لوري په ګډه له ۱۰۰ جنګ ځپلو، وچکالۍ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

په یاده مرسته کې ۲۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وريژې، ۵ کیلو دال، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، چای او يو نظافتي کیټ شامل دي. په پام کې ده په څو ورځو کې دننه به په زابل ولایت کې ټولټال ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قطر او کویت د سرو میاشتو له لوري چمتو شوې مرسته د افغاني سرې میاشتې له لوري وویشل شي.

تېره ورځ هم د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز قلات په سرخکان سیمه کې ۱۵۰ او یوه ورځ وړاندې میزانه ولسوالۍ کې ۳۵۰ کورنیو ته یاده مرسته ویشل شوې وه.

 

جمعیت هلال احمر افغاني امروز يكبار ديگر در زابل براي ١٠٠ خانواده نيازمند مساعدت نمود!

 

جمعیت هلال احمر افغاني امروز يكبار ديگر در زابل براي ١٠٠ خانواده نيازمند مساعدت نمود!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS