مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو له غړو سره په ناسته کې وویل، چې ملګري ملتونه دې د افغانانو په پښو درولو لپاره ګامونه واخلي!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۷ - ۱۳:۵۷
مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو له غړو سره په ناسته کې وویل، چې ملګري ملتونه دې د افغانانو په پښو درولو لپاره ګامونه واخلي!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص نن د بشري مرستو په اړه د نادولتي موسسو د فعالیتونو د څارنې او کنترول د طرحې په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان له غړو سره د سکتوري وزارتونو د همغږۍ په غونډه کې د غونډې ګډون کوونکو ته وویل، چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی او ۴۳ کلنو جګړو، سیاسي تحولاتو او کورونا وایروس افغانستان ته بشري ناورین راوړی؛ ځکه خو تر هر وخت اوس بشرپالو مرستو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي او دېته هم اړتیا لیدل کېږي، چې مرستې باید په پوره شفافیت او تر ممکنه بریده ډېرو اړمنو وګړو ته ورسېږي.

نوموړي وویل ددې لپاره، چې په هره اداره او موسسه کې شفافیت رامنځ ته شي، په ویش کې همغږي او عدالت وي او اړمن وګړي مستفید شي؛ نو ځکه ګډ کار ته اړتیا ده. نوموړي وویل، چې افغاني سرې میاشتې له تېرو پېنځو میاشتو راپدېخوا یاد ګامونه اخیستي او له اړوندو خیریه ادارو سره د همغږۍ او شفافیت په نظر کې نیولو سره مخته ځي او د بشري مرستو د توزیع څارنه په ګډه کوي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې افغاني سره میاشت د خپلو ۳۱ زره رضاکارانو او په هر ولایت کې د یوې نمایندګۍ په ملتیا چمتو ده، چې د یادو اصولو په پام کې نیولو سره له هرې بشرپالې موسسې سره له سیاسي، ژبني او سیمه ییزو ملاحظاتو پرته ګډ همغږی کار وکړي؛ ترڅو د خیانت مخه ډب وي، د ګډوډیو او خپلسریو مخه نیول شوې وي او واقعي عدالت مو رامنځ ته کړی وي.

نوموړي وویل، چې له افغانستان سره روانې مرستې افغانان ژوندي ساتلی شي، خو په پښو یې نشي درولی؛ نو ځکه د ملګرو ملتونو خیریه سازمانونو او موسسو ته اړینه ده، چې باید په افغانستان کې داسې ګامونه واخلي، چې افغانان په پښو ودرېږي او نور د چا د اوږو بار نشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS