محترم رحمت الله رحمانی د ننګرهار د سرې میاشتې د رییس  په توګه ور وپېژندل شو!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۴:۱۰
محترم رحمت الله رحمانی بحیث رئیس ننگرهار معرفی گردید!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له حکم سره سم د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۷مه نېټه ښاغلی رحمت الله رحماني نن یکشنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار د سرې میاشتې د ريیس په توګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د داخلي تفتيش رییس مولوي محمد نسیم احمدي، د ختيځې حوزې د همغږی رييس ميا حفيظ الدين قمري، د ولایاتو د امور و د تنظیم ريیس محمد صدیق شمس او د ننګرهار د سرې میاشتې ریاست د پخواني ریيس ښاغلي ظهیرالله همدرد له خوا د ننګرهار ولایت د سرې میاشتې ریاست منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

د یادولو وړ ده چی ددې ریاست پخوانی ريیس ښاغلی ظهیرالله همدرد دوه ورځې وړاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې د امنیت او مصئونیت د رییس په حیث مقرر شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS