له نړۍ د شاوخوا ۸۰ هېوادونو د سرو میاشتو، سرو صلیبونو او نړیوال غورځنګ غړو انلاین ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۳۰ - ۱۱:۵۱
له نړۍ د شاوخوا ۸۰ هېوادونو د سرو میاشتو، سرو صلیبونو او نړیوال غورځنګ غړو انلاین ناسته ترسره کړه!

تېره ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۹مه د نړۍ له لر او بر څخه د شاوخوا ۸۰ هېوادونو د سرو میاشتو، سرو صلیبونو او نړیوال غورځنګ مشرانو او سکرتر جنرالانو ګډه انلاین ناسته د وبا، کډوالۍ، بحرانونو او مدني ناکراریو په اړه ترسره شوه.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د ناستې ګډونوالو ته وویل، چې "افغاني سره میاشت د خپل ناپېیلتوب، استقلالیت او ناپلوۍ په ساتلو د افغانستان اسلامي امارت له بشپړ ملاتړه برخمنه ده، مونږ له خپلو نهضتي همکارانو هیله کوو، چې له مونږ سره مرستې او همکارۍ پراخې کړي؛ ترڅو په افغانستان کې د بشري ناورین پر وړاندې د افغاني سرې میاشتې قوت او اغېز نور هم ډېر او پیاوړی شي".

نوموړي د ناستې ګډونوالو ته وویل، چې "افغانستان جنګونو او نورو ګڼو ستونزو ځپلی هېواد دی، خو کورونا وبا په دې هېواد کې د ډېرو خلکو ژوند واخیست او د یادې ناروغۍ له امله د خلکو افتصادي وضعیت ډېر وځپل شو".

نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې "د کرونا له امله د محدودیتونو وضع کېدل، د سرحدونو بندېدل، د پروازونو مختل کېدل او د بې کارۍ د کچې لوړېدل هغه نور لاملونه دي، چې افغانستان یې له بشري ناورین سره مخ کړ؛ په دغسې بد حالت کې افغاني سره میاشت هوډ لري، چې په خپل ټول توان له بېوزلو کورنیو سره په خپل ټول قوت مرستو ته دوام ورکړي".

په ناسته کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس له وینا وروسته ګډونوالو ټینګار درلود، چې دوی باید له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي؛ ترڅو د افغانستان وګړي له روان بحران څخه نجات ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS