له «۵۵۰» اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۲۰:۴۹
له «۵۵۰» اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!

نن سه شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۱۰ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولڼې په کابل مرستون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست ریسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، د سکرترجنرال د مرستیال ډاکټر محمد نبی برهان او په افغانستان کې د (رابطه العالم الاسلامی) خیریه بنسټ د مشر ښاغلي قاري نورزمان شرافت په شتون کې د یاد بنسټ له لوري مرسته شوي شپږ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي: « اوړه، وریژې، غوړي، لوبیا، بوره او کمپلې»؛ پر (۵۵۰) اړمنو کورنیو و ویشل شول.
آغلې ډاکتر نیلاب مبارز د یادو توکو د ویش پر مهال و ویل: د افغاني سرې میاشتې ټولنه د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ د اووه ګونو بشرپاله اصول (په ځانګړې توګه بې پلوۍ) په رڼا کې تل له بیوزله او اړمنو کورنیو سره مرسته کوي او د (رابطه العالم الاسلامی) خیرپاله بنسټ له مرستو څخه د  زړه له کومې مننه کوم.
ورپسې په افغانستان کې د (رابطه العالم الاسلامی) بسټ مسؤل ښاغلي نور زمان شرافت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له بشرپاله مرستو مننه وکړه او د ملي ټولنې سره یې د خپلو مرستو له دوام ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS