د مرکزي دفتر د حقوقي چارو ریاست ارشد کارپوه معرفي شو!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۸/۲۱ - ۹:۲۵
معرفي محترم لطیف الله به حیث کارشناس ارشد تدقیق وطی مراحل اسناد تقنینی!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له ۳۹۹ حکم سره سم د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د لړم پر ۱۹مه نېټه د ۱۳۴۳ هجری قمري کال د ربیع الثاني له ۴مې نېتې سره سم ښاغلی لطیف الله قمري د حقوقي چارو ریاست  د ارشد کارپوه په توګه د داخلي تفتیش د رییس ښاغلي مولوي محمد نسیم احمدی، د بشری منابعو د رییس نورالحق یوسفي ، د اطلاعاتو او نشراتو د رییس عرفان الله شرفزوی ، د حقوقي چارو د رییس غلام محمد مجاهد او د سرې میاشتې د ویاند نورآغا صاحب زاده په شتون کې معرفي شو.
یاده معرفی غونډه د کلام اقدس الهي په مبارکو آیاتونو پیل شوه. ورپسې مولوي محمد نسیم احمدي د خپلو خبرو په ترڅ کی وویل چې تغیر او تبدیل په یوه اداره کې اصل دی. نوموړي زیاته کړه "هرمسلمان د بل مسلمان ورور دی  باید یو له بله سره په ورځنیو چارو کې مرسته او همغږي ولرو او ټولې چارې مو په پوره ریښتینولۍ سره پرمخ یوسو، تر څو وکولای شو خپلو موخو ته د پاک رب په مرسته په ښه توګه ورسېږو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS