د غورځنګ د غړو د همغږۍ درې اړخیزه ناسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس په دفتر کې ترسره شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۱۰:۳۷
نشست همآهنگی سه جانبه مرکبه های نهضت در دفتر کاری سر پرست ریاست عمومی سره میاشت دایر گردید !

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم په ۲۵مه په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د سرې میاشتې او سور صلیب د نړیوال فدراسیون له رییس نیسفوړ، مرستیال نیلسن او د موسسوي پراختیا مسوول محمد یاسین حسیني,د سره صلیب نړیوالې کمېټې د کوپرېشن سرپرسته میرمن کترين او د یادی ادارې غړي زبيح الله اميني سره د سرې میاشتې پر اړوند موضوعاتو لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې پر ګڼو مسایلو سربېره د فدراسیون له لوري په را روانه اونۍ کې د ۵۰۰۰ خوراکي بستو په مرسته، د سرې میاشتې نویو ګومارل شویو افرادو ته د معلوماتي ورکشاپ پر چمتو کولو او پر انټرنیټي تخنیکي امورو خبرې وشوې.
د سرې میاشتې سرپرست رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص د ناستې ګډونوالو ته وویل، چې دوی چمتووالی نیولی، چې په را روانه اونۍ کې د نړیوال فدراسیون له لوري دوی ته د ۵۰۰۰ خوراکي بستو له رسېدو سره سم به یې اړمنو کورنیو ته ورسوي.
نوموړي وویل چې دوی به له نړیوال فدراسیون سره د سرې میاشتې د انټرنیټي تخنیکي مشکلاتو د حل په برخه کې ګډ کار وکړي او خوښ به شي، چې یاده ستونزه حل شي. نوموړي وویل چې دوی ته له اشخاصو د سرې میاشتې پرمختګ لومړیتوب لري، نو ځکه په اړه له دقت کار واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS