د افغاني سرې میاشتې ټولنې په پروګرامونو کې د رواني او ټولنیز ملاتړ د ادغام په اړه ورکشاپ!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې دروغتیایي خدمتونو ریاست له لوري د ډنمارک او ناروې سره صلیبونو په ملاتړ د روان ۱۳۹۹ کال د لیندۍ له ۱۷ تر ۲۱ ڼیټې پورې د سویل لویدیځ مرکزي او لویدیځ زونونو او استازولیو د ریسانو لپاره د ملي ټولنې په پروګرامونو کې د رواني او ټولنیز ملاتړ د ادغام ( ګډون ) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شو.
