د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس د پاکستان سرې میاشتې له رییس سره لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۲۰:۲۲
سرپرست ریاست عمومی سره میاشت با رئیس عمومی هلال احمر پاکستان دیدار نمود!

د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د لېندۍ پر ۱۶مه نېټه، چې د ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د جمادي الاول له ۲مې نېټې سره سمون لري؛ د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رييس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او ورسره پلاوي د پاکستان د سرې میاشتې له عمومي رییس ښاغلي ابرارالحق، مرستیال آصف باجوه او سکرتر جنرال ډاکتر عدیل نواز سره په اسلام اباد کې د پاکستان د سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.

په یاده ناسته کې د هغو افغان ماشومانو په اړه دوه اړخیزې خبرې وشوې، چې زړونه یې سوري دي.

همدا ډول د پاکستان سرې میاشتې ټولنې د یو لړ نورو خیریه فعالیتونو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره به د خوراکي توکو مرسته هم کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS