د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ډاکتر نیلاب مبارز د اندونیزیا له سفیر سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۲۱:۲
 ‎ملاقات محترم دکتور نیلاب مبارز  سرپرست ریاست عمومی جمعیت افغانی سره میاشت با سفیر اندونیزیا!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیسې آغلې دوکتور نیلاب مبارز د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د لوی مشاور ښاغلي فدامحمد پیکان او سرې میاشتې د نړیوالو اړیکو د رییس ښاغلي غلام حبیب حسام په شتون کې، په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد دسفیر ښاغلي عارف رحمن، په اندونیزیا کې د افغانستان د سفیر ښاغلي فیض الله ذکي، د قلبي ناروغیو لپاره د آسیافوندیشن د رییس اود اندونیزیا هیواد د زړه ”قلب“ ټولنې له ريیس ښاغلي ډاکتر عثمان فردوس سره په حضوري او آنلاین بڼه د زړه په سوري د اخته ناروغانود درمنلې او په دې برخه کې د ګډو مرستو او همکاریو په اړه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د زړه سوري پر ولادې ناروغۍ بحث وشو او همدارنګه په راتلونکې کې په یاده ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې پراړتیاوو خبرې وشوې، چې مقابل لوري د ترینرانو د روزنې او یادو ناروغانو د درملنې په برخه کې له سرې میاشتې سره د مرستو ډاډورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS