د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه د ملا نورالدین ترابي پیژندغونډه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۸ - ۹:۱۴
محترم ملا نورالدین ترابی به صفت معاون جمعیت افغانی سره میاشت معرفی گردید!

نن چهار شنبه د روان ١٤٠٠ لمریز کال د تلې پر ۱۴ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلی نورالدین ترابي د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پخواني سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي، د سکرترجنرال ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان، د سکرترجنرال د حمایوي او عملیاتي مرستیالانو ښاغلي الحاج محمد طیب یوسفزي او ښاغلي نوروز علي علیزاده، یو شمېر کاري شریکانو، د مرکزي دفتر د رئیسانو، کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې د عمومي ریاست د مرستیال په توګه معرفي شو.

د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي، د سرې میاشتې نوي مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي صاحب او درنو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغاي سرې میاشتې ټولنې پر بنسټیزو اصولو او فعالیتونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: سره میاشت په هیواد کې یواځنی خیریه، ملي او بشرپال بنسټ دی، چې د هیواد په هر کوټ کې په خپلواکه او بې پرې توګه، د بشري کړاو د کمښت په موخه، بشرپالې کړنې ترسره کوي.

ښاغلي قریشي وویل: د خوښۍ ځای دی چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه په هیواد کې تر ټولو منظم اداري سیسټم او کاري ټیم لري او په نورمال ډول خپلې بشرپاله مرستې پر مخ وړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي په خپلو خبرو کې و ویل: سره میاشت د هیواد د یواځیني ملي او بشرپال بنسټ په توګه په ټول هیواد کې د اړمنو او طبیعي او غیر طبیعي پیښځپلو د لاسنیوي په موخه فعالیت کوې او زه هم ژمنه کوم؛ ترڅو یادې مرستې لا ډیرې او پر وخت سره یې اړو او مستحقو کسانو ته ورسوو.

ښاغلي ترابي زیاته کړه: « زه هڅه کوم د وزارت له تیرې دورې او شته تجربو څخه په ګټې اخستنې سره د ملي ټولنې له لارې خپلو هیوادوالو ته لا غوره او پر وخت خدمتونه وړاندې کړم». همدارنګه یې د بشرپاله خدمتونو په وړاندې کولو کې له هر ډول تبعیض څخه په ډډه ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS