د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس د نړۍ په کچه د سره صلیب د عملیاتي چارو له لوی رییس سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۳۰ - ۱۵:۳۵
د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس د نړۍ په کچه د سره صلیب د عملیاتي چارو له لوی رییس سره لیدنه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم پر ۳۰ مه د نړۍ په کچه د سره صلیب د عملیاتي چارو له لوی رییس ډومینیک سټیلهارټ او د نړۍ په کچه د سره صلیب د مالي او لوژستکي چارو له رييسې کاتي سامس سره ولیدل. په دې ناسته کې د سرې میاشتې او سور صلیب پر همغږۍ، ګډ فعالیت، بشري اړتیاو ته په زر لاسرسي، د یو او بل په ملاتړ، د دواړو ټولنو د جوړښت پر ارزښت، روغتیایي اړتیاو او شفافیت خبرې وشوې.

د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د ناستې ګډونوالو ته وویل، چې دوی اړینه ویني، چې په افغانستان کې له شته خیریه ټولنو او شریکانو سره اړیکو ته وده ورکړي، ترڅو دا کار ددې لامل شي، چې دوی افغانانو ته ښه خدمتونه او مرستې چمتو کړي. نوموړي وویل، چې دی له خپل ټیم سره هڅه کوي په سره میاشت کې داسې شفافیت او اعتماد رامنځ ته کړي، چې د نړۍ په کچه افغاني سره میاشت یوه میثالي بڼه ولري.

محترم مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې تېر څلوېښت کلن ناورین د افغانانو روغتیایي، ښوونيز او اقتصادي حالت ډېرې ټيټې کچې ته رسولی او دوی کوښښ کوي، چې له افغانانو سره په دې برخه کې د امکان تر بریده مرستې وکړي، ترڅو ددغې خیریه کارونو له لارې افغانانو ته خدمت وکړي. نوموړي وویل، چې دوی د حوادثو ریاست ته دنده سپارلې، چې د مرستو د وېش لپاره لومړیتوبونه تفکیک کړي او دوی ته یې وسپاري، ترڅو دوی وکړای شي حقیقي اړمونو ګړو ته خپلې روغتیایي او خوراکي مرستې ورسوي.

د سره صلیب د عملیاتي چارو لوی رییس ډومینیک سټیلهارټ وویل، چې سره میاشت باید د نړیوال نهضت قوانینو او ورسره کړو تړونونو ته ژمنه وي. سټیلهارټ ټینګار وکړ، چې د نهضت قوانینو ته ژمنتیا به د دوی ګډو کارونو ته لا نوره لار پرانیزي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS