د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د پېښور له افغان سر قونسل سره د کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۷:۵۸
كابل

سې شنبه، ۲۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د پاکستان د پېښور ښار لپاره د افغانستان له سرقونسل ښاغلي حافظ محب‌ الله شاکر سره وکتل.

 کتنه کې د فرضي کرښې هغې غاړې ته د انتظار کوونکو او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو پر ستونزو، د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د روغتیايي، خوراکي او غیر خوراکي مرستو برابرولو په اړه خبرې وشوې.

عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې راستنېدونکو کډوالو ته باید اړین بشري خدمات په اغېزمنې همغږۍ، پر وخت او عادلانه ډول وړاندې شي، څو هغوی له ستونزو او ځنډ پرته اړینو اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي.

بلخوا، په پېښور کې افغان سرقونسل، د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس سره د لیدنې خوښي څرګنده کړه، د راستنېدونکو کورنیو ملاتړ او ستونزو ته رسېدنه یې د ټولو ګډ مسؤولیت وباله او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به له افغاني سرې میاشتې سره پوره همغږي او همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۴۱
Background image

دايکندي؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د دايکندي ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٨٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۲۰:۲۹
Background image

هرات کې ۶۰ راستنو شویو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې په موخه د ۲.۱ میلیون افغانیو مرستې ووېشل شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د مرکز ترڅنګ په ګذره او انجیل ولسوالیو کې ۶۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ۲.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ځان‌ بسیاینې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۸:۵۱
Background image

کابل؛ د سختو ورښتونو له امله ۳۴ زيانمنې کورنۍ له بېړنیو مرستو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په پنځو ولسوالیو (کلکان، فرزه، میر بچه کوټ، شکر دره، بګرامي) کې هغه ۳۴ کورنۍ، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې،. . .

BACK TO NEWS