المان هېواد ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ناروغو ماشومانو د لېږد او تشخیص په موخه د آلمان د سولې کلي د موسسې ډاکټرانو په کار پیل وکړ!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۳
دوکتوران دهکده صلح المان برای تشخیص و معالجه اطفال مبتلا به بیماری استخوان شکن و سوختگی شدید به کابل رسید

د پنجشنبه د روان ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې پر ۲۱مه نېټه د آلمان د سولې کلي د موسسې ډاکټران د ماتو هډوکو او سخت سوځېدلو ماشومانو د معاینې او آلمان هېواد ته د استولو لپاره کابل کې د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر ته راورسیدل او د یاد ناروغو ماشومانو المان هېواد ته د درملنې په موخه یې د معاینې کار پیل کړ، چې دا پروسه به د روانې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې دوام ولري.

د یادونې وړ ده، چې په لاندې شرایطو ناروغ ماشومان منل کېږي:

۱_ ماشوم باید د ماتو هډوکو او یا سختې سوځېدنې ناروغي ولري.

۲ ـ د ناروغ ماشوم عمر باید له ۱ کال څخه تر ۱۱ کلونو ډېر نه وي.

۳ ـ ناروغ باید له ځان سره خپله تذکره ولري.

۴ - د پلار یا خپلوان تذکره هم باید له ځان سره راوړي.

۵ - د پاسپورت په اندازه۱۰ قطعې رنګه عکسونه هم ورسره وي.

 

دوکتوران دهکده صلح المان برای تشخیص و معالجه اطفال مبتلا به بیماری استخوان شکن و سوختگی شدید به کابل رسید

 

دوکتوران دهکده صلح المان برای تشخیص و معالجه اطفال مبتلا به بیماری استخوان شکن و سوختگی شدید به کابل رسید

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS