پنجشېر کې د زلزلې او سېلابونو زیانمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز بازارک په ګډون په اووه ولسوالیو (رخه، عنابه، دره، آبشار، شتل، حصه اول، پریان) کې د زلزلې او سېلابونو له امله له هغو ۵۰ زیانمنو شویو کورنیو سره، چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۵ کمپلې، د پخلنځي د توکو یو سیت او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت رسېدګي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کول، د افغاني سرې میاشتې کاري وجیبه ده.
