کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د سعودي عربستان راغلې مرستې ویشل پیل شول!

arcs_website_admin
Wed, Dec 22 2021 8:27 PM
روند توزیع مساعدت کشور عربستان سعوی از طرف جمعیت هلال احمر افغانی آغاز گردید!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي په لومړۍ نېټه په کابل کې د سعودي عربستان د سرپرست سفیر استاد مشعل الشمري او د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص له لوري افغانستان ته د سعودي عربستان د راغلو مرستو وېش ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته د موادو پر وېشلو پیل شو.

د یادې مرستې د وېش د پیل پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص له سعودي عربستانه د مننې په ترڅ کې وویل، چې "افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د هېواد په روان بد وضعیت کې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او په همدې موخه یې دا مهال په ګڼو هېوادونو کې د مرستو لړۍ چټکه کړې ده. نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت به د سعودي عربستان له لوري ټولې کېدونکې مرستې په پوره شفافیت تر اړمنو کورنیو ورسوي". د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص پر نړیوالو خیریه ټولنو غږ وکړ، چې "افغانانو ته دې د مرستو لاس ورکړي؛ ترڅو افغانستان له روان اقتصادي رکود څخه وژغورل شي".

د یادو مرستو د وېش د پرانیستې په دې مراسمو کې د سعودي عربستان سرپرست سفیر استاد مشعل الشمري وویل، چې "په روانو شپو کې د افغاني سرې میاشتې پر اوږو دروند بار پروت دی؛ ترڅو وکولی شي افغانان له بد حالته وباسي. سعودي عربستان به افغانان یوازې پرېنږدي او په راتلونکي کې به افغانستان ته خپلې بشري مرستې ډېرې او پراخې کړي".

یادې مرستې چې تېره اونۍ د سعودي عربستان له لوري په ۶ الوتکو کې راوړل شوې او افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې؛ په کې اوړه، بوره، غوړي، خرما، نخود، وریژې، د پخلنځي لوښي، فرش، ترپال، پشه خانه او یو شمېر نور توکي شامل دي.

ټاکل شوې چې د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري به په یوه اونۍ کې دننه ۲۰۰۰ ټنه نوره مرسته د یاد خیریه بنسټ له لوري د ځمکې له لارې د تورخم او سپین بولدک په سرحدي دروازو کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي .د سعودي عربستان له لوري رالېږلې مرستې به په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۰۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري وویشل شي.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS