فاریاب ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري شاوخوا ۶۰۰ کورنیو ته خوراکي مواد وویشل شول!
پرون د یکشنبې په ورځ په ۱۴۰۰/۹/۲۱ نېټه افغاني سرې میاشتې د خپلو کارکوونکو او رضاکارانو په توسط له مخکې د ۶۰۰ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو د سروې پر بنسټ د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي موادو مرستې وویشلې.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴ نیم کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه او ۱ بسته B5 بسکټ شامل دي.
یاده مرسته د افغاني سرې میاشتې د شمال زون د رییس شیخ یار محمد فاروقي، فاریاب کې د سرې میاشتې د سرپرست رییس موروي خال محمد مرادي، د شمال زون د همکارانو او رضاکارانو په شتون کې وویشل شوه.
