د آلمان د سولې کلي موسسې افغاني سرې میاشتې ته ۲۰۰۰ خوراکي بستې مرسته وسپارله!

arcs_website_admin
Sat, Dec 11 2021 8:14 PM
موسسه دهکده صلح آلمان ۲۰۰۰ بسته مواد خوراکی را به جمعیت افغانی سره میاشت مساعدت نمود!

نن د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۲۰مه نېټه، چې د ۱۴۴۳ میلادي کال د جمادی الاول له ۶مې نېټې سره سمون لري، د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د آلمان هېواد د سولې کلي د موسسې له استازو کلودي پيپمولر او میرمن جانجیسین سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه ترسره کړه .

په دې لیدنه کې د افغاني سرې مياشتې عمومي مرستیال د آلمان د سولې کلې استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د آلمان د سولې کلي د ډاکټرانو او په کابل کې د مرستندوی ټیم څخه، چې څه له پاسه ۳۵ کاله راپدېخوا د ماتوهډوکو او پرسختې سوزیدنې د اخته ماشومانو په درملنه کې يې زیار ویستلی او تر اوسه ېې له لس زره زیاتو ماشومانو درملنه کړې ده مننه وکړه .

همدا راز د سرې میاشتې عمومي مرستیال د آلمان د سولې کلي د موسسې د وروستیو ۲۰۰۰ خوراکي توکو پکېج چې د بېوزله هېواد والو د لاسنيوی په موخه یې ترسه کړی هم مننه وکړه او دوی یې د نورو مرستو راجلبولو ته وهڅول .

بالمقابل د آلمان د سولې کلي موسسې استازو د ښاغلي ترابي صیب له مېلمه پالنې مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې مونږ به هڅه وکړو، چې په راتلونکي کې خپلو اړیکو او مرستو ته لا پراختیا ورکړو.

په پای کې د آلمان د سولې کلي د موسسې داستازو له لوري د مرسته شوو ۲۰۰۰ بسته خوراکي توکو  سند محترم ترابي صیب ته وسپارل شو.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS