په غور کې له ٦٠٠ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې نقدي مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د غور څانګې له لوري د روان ١٣٩٩ لمریز کال د کب پر ١٠ او ١١ نېټه، په یاد ولایت کې له ٦٠٠ بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د څه باندې دری میلیونه افغانیو(د هرې کورنۍ سره ”٥٥٠٠“افغانۍ) نقدي مرسته وشوه.
