په کابل مرستون کې د ماسک جوړونې پروژه پرانیستل شوه!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل مرستون کې د ماسک جوړونې پروژه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سرپرست ډاکټر میرویس اکرم، سکرترجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز، په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د ریس او یو شمیر کارکوونکو په ګډون سره د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۲۸ نېټه پرانیستل شوه.
دغه پروژه چې په کابل مرستون کې د مېشتو مشمولینو د ځان بسیاینې په موخه په لار اچول شوې او ۳۰ تنه مشمولې میرنې پکې کار کوي، چې د مسولینو په وینا د نورو پروژو د فعالولو لپاره هم هڅې روانې دي؛ ترڅو و کولای شو ټولې مشمولې کورني له مرستون څخه تر وتلو وروسته په حرفوي کارونو سمبال او د ژوند چارې په خپله پرمخ یوسي.
