د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ثابتو کلینیکونو د کارکوونکو لپاره ورکشاپ!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې دروغتیایي خدمتونو ریاست له لوري د ناروې هیواد د سره صلیب په ملاتړ، د روان ۱۳۹۹ کال د وږي له دوهمې تر څلورمې ڼیټې پورې د ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې د کابل ولایت اړوند ثابتو کلینیکونو د ډاکټرانو او کارکوونکو لپاره د کویدـ۱۹ څخه د وقایي په موخه دری ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شو.
