کابل؛ د روغتیايي خدمتونو پراختيا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې لپاره دوه هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

arcs_website_admin
Tue, Aug 18 2026 1:22 PM
K

سې‌شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې، د ناروې د اوسلو مرکز او د رابطه العالم الاسلامي ترمنځ د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د همکاریو لپاره دوه هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول.

د یوه هوکړه‌ لیک له مخې، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د ناروې د اوسلو مرکز اجرائیوي رئیس فین جارلې روډ، د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د همکاریو هوکړه وکړه. د بل هوکړه‌ لیک له مخې، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، د رابطه العالم الاسلامي مرستیال سعد او د ناروې د اوسلو مرکز اجرائیوي رئیس ترمنځ د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې، د هغوی د خدمتونو د پیاوړتیا او ځواکمنتیا په برخه کې د همکاریو هوکړه وشوه.

د هوکړه‌ لیکونو د لاسلیک پر مهال ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه اداره د رواني ناروغانو د درملنې، د قلبي روغتون له لارې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د عملیاتو او نورو روغتیايي برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي همدارنګه د افغاني سرې میاشتې په اوو سیمه‌ ییزو زونونو کې د بې‌ سرپرسته مېرمنو د ملاتړ او ځان‌ بسیاینې لپاره د حرفوي زده‌کړو، راستنو شویو کډوالو او د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د مرستو او په ټول هېواد کې د ثابتو روغتیايي کلينيکونو او د ګرځنده ټیمونو له لارې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه معلومات شریک کړل.

ښاغلي دلاور وویل، د نړیوالو کاري شریکانو هر ډول ملاتړ د اړمنو خلکو د لاسنیوي او د بشري خدمتونو د پراختیا په ځانګړي ډول د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې او عملیاتو او نورو روغتیايي خدمتونو د پراختیا برخه کې مهم دى.

ښاغلي روډ او ښاغلي سعد د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه وستایل او د دغې ادارې له فعالیتونو سره یې د لا زیاتو همکاریو او نړیوال ملاتړ د جلبولو لپاره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړ.

د هوکړه‌ لیکونو د لاسلیک تر څنګ، د افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس، د ناروې د اوسلو مرکز اجرائیوي رئیس او د رابطه العالم الاسلامي مرستیال د قلبي روغتون له بېلابېلو څانګو هم ليدنه وکړه.

ياد دې وي چې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د رابطة العالم الاسلامي له مشر ښاغلي دکتور محمد بن عبد الکريم عیسی سره پرليکه مجلس هم وکړ، ښاغلي دلاور له نوموړي سره د افغاني سرې مياشتې فعاليتونه او د قلبي روغتون په اړه معلومات شريک کړل، د رابطة العالم الاسلامي مشر ښاغلي عیسی د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه هڅې وستايلې او د هوکړه ليک لاسليک یې د اړيکو او همکارۍ نوې لارې یاده کړه، او زياته یې وکړه، چې په راتلونکې کې به موږ عملي همکارۍ وکړو.

Latest news

Sat, Sep 19 2026 9:54 AM
Background image

Kabul: Five-Day Training Workshop Begins on Rational Medicine Use for Mobile Health Teams

Saturday, September 19, 2026

 

A five-day training workshop on the rational use of medicines for doctors and pharmacists working with mobile health teams has begun at the central. . .

Sat, Sep 19 2026 4:40 AM
Background image

Sar-e-Pol: Health Services Provided to Thousands of Patients Over the Past Month

Saturday, September 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 5,190 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Thu, Sep 17 2026 9:26 AM
Background image

Uruzgan: Non-Food Assistance Provided to Family Affected by Fire

Thursday, September 17, 2026

 

The ARCS provided non-food assistance to a family affected by a fire in Uruzgan Province.

The assistance included four blankets, one tarpaulin, one. . .

BACK TO NEWS