د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کړنو د ریپوټ وړاندې کونې او روغتونونو ته د زړه په سوري د اخته ۲۰ تنه ناروغ ماشومانو د معرفۍ په پار مطبوعاتي کنفرانس!

arcs_website_admin
Sat, Sep 25 2021 8:39 AM
کنفرانس مطبوعاتی پیرامون ارایه گزارش فعالیت های جمعیت هلال احمر افغانی و معرفی 20 تن مریضان ولادی سراخ قلب غرض معالجه به شفاخانه های داخل کشور!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي د ۲۰۲۱ کال د اته لومړنیو میاشتو د کړنو په اړه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې مالومات وړاندې کړل او ویې ویل:

سرې میاشتې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه د اګیسټ تر پایه په ټول هیواد کې د (۱۴۰) بنسټیزو او ګرځنده روغتیایي مرکزونو له لارې (۱۹۷۹۹۲۷) تنو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې د روان کال په لړ کې ۵۷۵ تنه د زړه په سوري اخته ناروغ ماشومان د درملنې په موخه په هېواد د ننه او بهر روغتونونو ته ور پېژندلي دي، چې نن هم په هیواد د ننه روغتونونو ته د ۲۰ تنه ناروغ ماشومانو د ورپیژندني شاهدان یو.

نوموړي زیاته کړه: افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشري کړاو د کمښت او همدارنګه د طبیعي او غیر طبیعي پیښو د زییانمنو وګړو د لاسنیوي په برخه کې (۱۹۹۲۲۳) تنو ته خوراکي توکي، غیر خوراکي توکي او نقدي پیسې وېشلي دي او ټاکل شوې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ په مرسته «۳۰۰۰۰» نورو وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي برابر شي. همدارنګه به ۴۰ ټنه خوراکي توکي په لنډو ورځو کې د ترکي سرې میاشتې له لوري افغاني سرې میاشتې ته تسلیم شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي له خیرپاله هیوادوالو، ملي سوداګرو او ملي او نړیوالو بشرپاله بنسټونو څخه هیله وکړه؛ ترڅو د بشري کړاو د کمښت په موخه له ملي ټولنې سره مرسته وکړي.

همدارنګه یې زیاته کړه: د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار او بلخ مرستونونو کې ۸۱۰ تنه رواني ناروغان او بې سرپرسته کورنۍ د مشمولینو په توګه ژوند کوي، چې د اعاشې او اباتې ترڅنګ؛ د یادو کورنیو د پرځان بسیایني او ماشومانو د ښوونې او روزنې په موخه یې حرفوي زده کړې او د ښوونې روزنې آسانتیاوي هم موجودې دي.

د یاد مطبوعاتي کنفرانس په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیایي خدمتونو رئیس ښاغلي ډاکتر محمد سلیم بهره مند د رسنیو پوښتنو ته په ځواب کې و ویل: له نیکه مرغه پدې وروستیو کلونو کې په هیواد د ننه هم د زړه په سوري د اخته ناروغ ماشومانو د درملنې زمینه برابره شوې، موږ د ډيرو ناروغانو د درملنې په موخه لا ډیر مالي ملاتړ ته اړتیا لرو، له بده مرغه زموږ سره راجستر ناروغانو ته د درملنې په موخه د نوبت تر رسیدو پورې له ۲۰ تر ۳۰ سله یې د مرګ تر ګواښ لاندې دي، د افغاني سرې میاشتې ټولنه تل هڅه کوي؛ ترڅو د یادو ناروغانو د ژر تر ژره درملنې په موخه ډیر امکانات برابر کړي.

Latest news

Thu, Jun 11 2026 4:37 PM
Background image

Herat: ARCS Vice President Assesses Health Services and Properties of Organization

Thursday, June 11, 2026

 

During his visit to Herat Province, the Vice President of the ARCS, Hafiz Azizur Rahman, visited the Mental Health Care and Treatment Center, the Hazrat. . .

Thu, Jun 11 2026 3:23 PM
Background image

Maidan Wardak: Over 20 Tons of Food Assistance Provided to 270 Flood-Affected Families

Thursday, June 11, 2026

 

The ARCS distributed over 20 tons of food aid to 270 families affected by recent floods in Maidan Shar and the districts of Nerkh, Jalrez, Sayed Abad, Chak,. . .

Thu, Jun 11 2026 1:02 PM
Background image

Health Services Provided to Over 6,700 Patients in Laghman

Thursday, June 11, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Laghman Province over the past 30. . .

BACK TO NEWS