د افغاني سرې مياشتې د ټيبل ټينس له لوبډلې ۳ تنو لوبغاړو د ټېبل ټينس ملي لوبډلې ته لار ومونده!

arcs_website_admin
Tue, Oct 11 2022 2:32 PM
د افغاني سرې مياشتې د ټيبل ټينس له لوبډلې ۳ تنو لوبغاړو د ټېبل ټينس ملي لوبډلې ته لار ومونده!

افغاني سره میاشت تل هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د ژوند په هر ډګر کې اسانتیاوې او فرصتونه برابرې کړي؛ په همدې موخه یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ځوانانو او رضاکانو د ښوونې او روزنې په موخه ښوونیز مرکزونه رامنځ ته کړي، چې په یادو مرکزونو کې هرکال په زرګونو تنکي ځوانان په زده کړو او ورزشي فعالیتونو بوخت وي، چې په پایله کې يې د هېواد تنکیو ځوانانو او رضاکارانو د لوبو په هر ډګر کې افغاني سرې میاشتې ته لوی ویاړونه وربخښلي او ښې لاسته راوړنې یې لرلي.په همدې لړ کې د ټیبل ټینس ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي په موخه په جوزجان ولايت کې د هېواد په کچه په لاره واچول شویو سیالیو کې، چې د افغاني سرې میاشتې د ټېبل ټینس لوبډلې په شمول لسګونو لوبډلو په کې ګډون درلود؛ له سختو سیالیو وروسته د افغاني سرې میاشتې ۳ تنه لوبغاړي وتوانېدل،چې د ټېبل ټینس ملي ټیم ته لار ومومي. د ټیبل ټینس ملي لوبډلې ته د یادو لوبغاړو لار موندنه د افغاني سرې میاشتې لپاره یو ستر ویاړ او لاسته راوړنه ده.

 

 

د افغاني سرې مياشتې د ټيبل ټينس له لوبډلې ۳ تنو لوبغاړو د ټېبل ټينس ملي لوبډلې ته لار ومونده!

 

 

د افغاني سرې مياشتې د ټيبل ټينس له لوبډلې ۳ تنو لوبغاړو د ټېبل ټينس ملي لوبډلې ته لار ومونده!

 

Latest news

Sun, Jun 14 2026 1:52 PM
Background image

Kabul: Exam Held for First Mobile Health Team MD Doctor Position

Sunday, June 14, 2026

 

A written exam was held for candidates applying for the vacant MD doctor position with the First Mobile Health Team of the ARCS in Kabul to recruit a qualified. . .

Sun, Jun 14 2026 12:52 PM
Background image

Nangarhar: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Sunday, June 14, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Nangarhar Province over the past 30. . .

Sun, Jun 14 2026 9:11 AM
Background image

Kabul: ARCS Leadership Meets with IFRC Secretary General

Sunday, June 14, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, and Vice President Hafiz Azizur Rahman met with Mr. Jagan Chapagain, the Secretary General. . .

BACK TO NEWS